"سپینې شپې" ناول پښتو ژباړې ته ځغلنده کتنه

 "سپینې شپې" ناول پښتو ژباړې ته ځغلنده کتنه


لیکنه: Najibullah Marmooz

د فیوډور داستایوفسکي سپینې شپې، چې پښتو ته ښاغلي همایون مسعود ژباړلې دي؛ ما نن ولوستې. دا نه وایم، چې د ژباړې ژبه څومره له ستونزو او کمیو ډکه ده او کیسې ته یې څومره زیان رسولی، عجالتا مازې دومره بس بولم، د دغه اثر د پښتو ژباړې د هغو موضوعاتو لړ وړاندې کړم، چې زما په اند ناسم/ نامناسب دي:

۱- پر کتاب د لومړۍ ژبې اغېز خورا څرگند دی: د کتاب په سر کې ژباړن، په مخکېنیو خبرو کې نه‌دي ویلي، چې اثر یې له کومې ژبې راژباړلی دی؛ خو له دې سره سره پر کتاب باندې د اردو ژبې سیوری ښه روښانه لیدل کېږي او هم په‌کې فارسي او انگلېسي لغات شته(هغه لغات چې موږ انډول ورته لرو؛ خو بیا هم بې‌ځایه کارېدلي دي). خو په دې ټولو کې د اردو اغېز دومره دی، چې آن بسته ترکیبونه یې کارېدلي دي؛ تاسې وګورئ: عالمي ادب، حیرت افروز، ظهور پذیر، اتفاقي طور، دخل اندازي، خاطر مدارت، مبالغه آرايي، حادثاتي طور...

۲- ژباړه په پېښورۍ لهجه شوې. د لهجوي ژباړو ستونزه دا ده، چې مازې د ژباړن لهجه‌وال پرې پوهېږي او د بلې وال نابلدي ورسره احساسوي او دلته ده، چې د ژباړن او لوستونکي تر منځ د تفاهم اړیکه ټکنۍ کېږي، یو څو ساري: مخې له راځي. ټوپۍ. وخویېده. ملاوېدل. د هو پر ځای آو. نمر او خورا ډېر نور. ډېری اصطلاوې هم لهجوي دي او په اړه یې توضېح نه‌ده ورکړل شوې.

۳- پردي لغات: کله چې موږ یوې کلمې ته په خپله ژبه کې وړ کلمه لرو؛ نو د بلې ژبې د کلمې کارولو ته هېڅ حاجت نه‌شته- هغه کار چې په دې متن کې یې په وارو وارو وینو- تاسې دا کلمې وګورئ: سگار(سیگرټ)، منټ(دقیقه)، فټ پات(پیاده‌رو)، هرګز(هېڅکله نه)، طفلانه(ماشومانه)، هیرو(د کیسې مرکزي کرکټر)، کلاس(ټولگی)، پارټي(مېلمستیا)، طالب‌العلم(زده‌کوونکی)، هېټ( خولۍ). دا هم: بونس، پنشن، سوېټر، برتاو(؟؟؟)، فلرټ...

۴- املايي/ ټآیپي غلطۍ: الف: د کتاب هره پاڼه له همزه‌ګانو ډکه ده، دا همزې یې د (ی)ګانو پر ځای او د (ه)ګانو پر سر اېښې دي، چې د زور او زورکي کار ترې واخلي او هغه هم دقیق نه‌دی، هم یې د زور او هم یې د زورکي پر ځای باندې کارولې دي. دغه کار شاید د زور او زورکي د بېلښت لپاره سم وي؛ خو دا چې په عمومي ډول په پښتو املا کې نه‌دی دود شوی، خپل‌سري به وي. ب: (ې)ګانې: ګڼ ځایونه سمې نه‌دي کارېدلې، چې شاید ټایپي غلطي وي. البته د (ی) هغه بڼه هم کارېدلې، چې په اردو متن کې کارېږي. دغه(ے)، چې په اغلب ګومان د بې‌ټکیو(ی) ځایناستې شوې. ج: واو: کله چې کس یو وي؛ لیکو: احمد و. چې دوه/ ګڼ وي؛ لیکو: علي او احمد وو. دې متن کې مفرد (و) ته په اخېر کې (ۂ) ورزیاته شوې:(... په دې اړه ما تېره شپه ډېر غور کړی وۂ)، (د دغې ټولې کیسې هیرو زما عاجز شخصیت وۂ) او( آیا دا ټول یو خوب وۂ؟). چې د پای (ه) او (ء) ته هېڅ اړتیا نه‌لیدل کېږي. د: سربلونه او وستربلونه: سم نه‌دي کارېدلي او د (له) پر ځای د (د) سربل کارېدلی او دغه ناسمي تر اخېره تکرار شوې. (تر) هم سم نه‌دی کارېدلی او زیاتره یې پر ځای (د) کاروي؛ لکه: ( د خپل وطن د ساحلونو نه لرې) چې داسې سم دی: د خپل وطن تر ساحلونو لرې. یا( چې د داسې اسمان د لاندې ژوند وکړي؟) چې سمه بڼه یې دا کېدای شي: چې تر داسې اسمان لاندې ژوند وکړي؟ دا یې مازې یو څو ساري وو؛ پرېمانه نور هم شته. و: ځینې کلمې ناسمې لیکل شوې دي، یا لهجوي دي: کښې، مخکښې، بخښنه، ګونتې( شاید گوندې وي) کهړکۍ( چې دا د کړکۍ اردو لیکنۍ بڼه ده). ی: له (او) څخه مخکې کامه ورکول، چې دغه کار په گڼو ځایونو کې شوی دی.

دا د دې ژباړې مازې یو څو کمۍ وې، پورته مې عجالتا هم وویل؛ نو ډېر دقت بویه. مازې د دې لپاره چې د ژباړن او اېډېټر ورپام شي او راتلونکي چاپ کې یې سمې کړي.

په دې هیله