د افغانستان په تاريخ کې لارښود

📘 د کتاب نوم: " افغانستان ته تاریخي لارښود" An Historical Guide to Afghanistan" لیکواله : د نانسيډوپري د کتاب pdf لینک کمنټ کې "افغانستان ته تاریخي لارښود" د نانسي هېچ ډوپري له‌خوا لیکل شوی، یو ارزښتناک اثر دی چې د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او لرغونو سیمو په اړه ژور، کره او د مینې ډک معلومات وړاندې کوي. دا لارښود نه یوازې د سيلانيانو لپاره لارښود کتاب دی، بلکې د افغانستان د تاریخ یو مستند سند هم بلل کېږي. ډوپري د افغانستان له مهمو سیمو لکه هرات، بامیان، غزني، کندهار، او د بند امیر ښکلي جهيلونه د تاریخي او کلتوري شالید سره داسې تشریح کوي چې لوستونکی نه یوازې د ځای موقعیت درک کړي، بلکې د هغه د ارزښت او اهمیت احساس هم وکړي. د دې کتاب بڼه داسې ده لکه یو مهربان ملګری چې د خپلو خاطرونو، مشاهداتو او حقایقو له لارې تاسې د یوه لرغوني تمدن زړه ته بیایي. د دې لارښود ځانګړتیا دا ده چې له لوړه او بهرني دریځه لیکل شوی نه دی، بلکې ډوپري دا کتاب د داسې چا په احساس او ژبه لیکلی چې دا خاوره یې د خپل کور په څېر منلې ده. له همدې امله، دا کتاب نه یوازې د سیلانیانو، بلکې د محصلینو، استادانو، محققینو او د افغان تاریخ سره مینه لرونکو لپاره هم یو بنسټیز اثر ګڼل کېږي.