روان مړي

روان مړي څو کاله مخکې د روانو مړو( Walking dead، مردګان متحرک) په نامه یو سریال جوړ شو، سریال د ۲۰۱۵ کال تر ټولو زیات لیدل شوی سریال وو هغه وخت چې ما هم سریال لیده داستان او صحني یې دومره بوږنونکي وې چې چا یې د لیدلو او اوریدلو توان نه درلود. په سریال باندي یې د مینوالو لخوا دعوې وشوې چې موږ په رواني توګه شګنجه کوي. ځکه تاسو هر فصل کې فکر کاوو دا د فلم او سریال اتل دی خو هماغه به مړ کیده. سریال ځکه د انسان د سر ویښتان ځیږول چې انسان له تمدن څخه د بربریت په لور بیایي او داسي حالت موږ ته د تصور وړ نه وو. انسانان معمولا داسې فکر کوي چې د وخت تیریدلو سره انسان او تمدن پرمختګ کوي دا سریال داسې وو لکه موټر چې له کابل څخه کندهار ته ریوریس ګېر کې بیایی. روان مړي یو تخیلي داستان وو خو د روانو مړو سریال کې لمړی سرکونه، میټرو، سیټشنونه او بیا هوایی ډګرونه وتړل شول، موټرونه، ټانګونه او طیاري بي سرنوشته په سرکونو او میدانونو ولاړي وي، د مرګ ویره او تهدید هر ځای خپور وو . انسانان له ښارونو وتښتیدل او ځنګلونو او قلاګانو ته یې پناه یوړله، په زندانونو کې یې ځان حصار کړ. د دې ناورین په راتلو سره ټول شته ارزښتونه او قوانین بدل شول، دولتونه او سازمانونه ونړیدل او بربریت او انارشي حاکمه شوه ځینو د نورو لپاره ځان قربان کاوو او ځینو بیا د خپل نجات لپاره خپل خپلوان د مرګ خولې ته ورکول. د انسانانو تر منځ د باور فضا له منځه لاړه او د ګډ دښمن پرځای یې په خپل منځ کې د وسلو او وسایلو پرسر جګړه پیل کړله. د سریال په هره برخه کې د یو وګړي له درده ډک داستان بیانده داسي چې په اوریدلو یې انسان د حیرت تر پولو تیریده. د سریال لوبغاړي کریکټران چې له مختلفو هیوادونو او ښارونو څخه راغلي کسان وو پخوانۍ دندې یی ډاکتري، انجینري یا فوځي افسري وه خو اوس په حرفوي قاتلانو بدل شوي، هلته ګیر پاتي وي او د ژوندي پاتي کیدلو لپاره مبارزه کوي. نوټ دا لیکنه مې د کرونا وخت کې کړې وه #د کرونا وضعیت ته چې ګورم ماته د هماغه سریال کیسي رایادیږي، ډهلي چې د لسګونه میلیونه اوسیدونکو کور دی او هره ورځ به لسګونه زره کسان ورته تله راتله اوس داسي حالت ته رسیدلی چې یو بهرنی طبع په ډیره سختي پکي یوه ورځ تیروي. د ډهلي، بمبی او کلکتې غوندي ستر او له ګڼي ګوڼي ډک ښارونه چې د نفوسو د زیاتوالی له وجې پکې هوایی پلونه جوړ شوي وو اوس داسي خالي دي چې انسان پکې د ورځي بیریږي. #کرونا جدي ونیسئ تر څو انساني فاجعه په هماغه شکل را منځ ته نشي.