دا سړی Ngũgĩ wa Thiong’o نومیږي، د کینیا وو، هفته مخکې ومړ. Ngũ

دا سړی Ngũgĩ wa Thiong’o نومیږي، د کینیا وو، هفته مخکې ومړ. Ngũgĩ wa Thiong’o د افریقا ادبیاتو کې ډیر ستر نوم لري، نوبل جایزې ته نوماند وو، خو جایزه د څه ملاحضاتو له آمله ور نکړل شوه- داسې ښکاري چې یو غټ لامل یې د استعمار خلاف کول وو. نورې نورې ډیرې جایزې یې ګټلي. ډیری پوهنتونونو ورته افتخاري دوکتوراوې هم ورکړي دي. Ngũgĩ wa Thiong’oپه یوګانډا او بریتانیا کې په په انګليسي ژبه، ادبیاتو او کره کتنه کې زده کړې وې. ګڼ شمیر ناولونه یې انګليسي ژبه لیکلي دي چې نړیوال شهرت لري. هغه په 1972م کال کې د په کینيايي ژبې یوه ډرامه ولیکله چې د استعمار وروسته کینیا په فساد او بې عدالتۍ باندې نقد یې پکې کړی وو. ددغې ډرامې له آمله یو کال، بې له محکمه کولو بندي وو چې بیا څو کاله وروسته جلا وطنۍ ته مجبور شو. له هغې ورسته یې په انګليسي ژبه لیکل بند او په بومي ژبه یې لیکل شروع کړل. هغه ادعا کوله چې استعماري قوتونه د ژبې له لارې غواړي افریقايان له خپل ژبې، کلتور او ارزښتونو بېګانه کړي او ددوي هويت سرکوب او خپل ارزښتونه پرې ومني. هغه په خپل کتاب Decolonizing the Mind: The Politics of Language in African Literature کې لیکي چې ژبه د استعمار یو له کلیدي آلاتو څخه ده او افریقايي لیکوالان باید په خپلو مورنیو ژبو لیکل وکړي ترڅو د افریقا ادب، کلتور او ذهنونه آزاد کړي. هغه دې کتاب کې یوځای لیکي: "ژبه، هره ژبه، دوه ګوني ځانګړتیاوې لري؛ هم د افهام او تفهیم وسیله ده هم د کلتور په ځان کې رانغاړي." یو بل ځای وايي چې د افریقايانو د ذهنونو په کنټرول سره استعمار کوښښ کوي چې د افریقا شتمني کنټرول کړي. ژبه یوازې څو لغاتونه او جملې نه دي، بلکې ژبه کلتور دی، هويت دی، فکر دی، تاریخ دی او د برتانوي ژبپوه، David Crystal په خبره مکمل نړۍ لید دی. د عمر رضي الله عنه قول چې وايي ژبه د عقل سره اړیکه لري. مونږ ته بویه چې د آبر قدرتونو د ژبو په سیلاب کې له خپلو ژبو پردي نه شوــ له بده مرغه چې مونږ یې تجربه لرو او اغیزې د لمر په شان روښانه دي ــ او د خپلو د پرمختګ لپاره له دغو ژبو کار واخلو او ځان د ژبې د امپریالیزم Linguistic Imperialism نه وژغورو.