د لوي فکر جادو

د ستر فکر جادو کتاب ډاکټر ډیوېډ شوارټز لیکلي او ګران زهیر جان پښتو ته ژباړلی، زیار کتاب بلورنځي چاپ کړی. شوارټز یو امریکا یي لیکوال او استاد وو د ځان جوړونې په لیکنو کې ځانګړی نوم لري. شوارټز په 1927 عیسوي کې زیږدلي او په 1987 ع کي د 60 کلنۍ په عمر وفات شوی دی. د هاویو سټیټ پوهنتون کې یې ماسټري او دکتورا کړي وه، د ستر فکر جادو کتاب لکه څنګه چې یې له نوم نه ښکاري د ستر فکر اصول او لارې چارې بیانوي، ستر فکر درته وایي چې د ژوند په مسایلو کې باید لوی فکر ولري، خوښي او خپګان دواړه سم مدیریت کړي، او په هر وخت کې د تحلیل ماده فعاله وساتي. همدا کتاب 297 مخونه او دیارلس فصلونه لري. استاد حمید الله " شکور" د کتاب په پیل کې د کتاب د ګټو لپاره مهمه سریزه لیکلي او عزت الله زهیر هم د کتاب په پیلامه کې خپلې خوږې خبرې او د انساني خوی د خطا بښنه یې غوښتي ده. ما صابر یاد کتاب د ژوند له ډېرو مصروفیاتو سره په 52 ورځو کې مطالعه کړ، دا کتاب ماته هغه حقیقتونه راپه زړه کړل، چې د ورځني ژوند له دوړو سره هېر شوي وو.