نوبل جایزې ګټونکی د ترکیې لیکوال (Ferit Orhan Pamuk) دې پوښتنې

د نوبل جایزې ګټونکی د ترکیې لیکوال (Ferit Orhan Pamuk) دې پوښتنې ته چې ولې لیکل کوي لاندې ځوابونه ویلي ~ زه ځکه لیکل کوم چې په ذاتي توګه اړتیا لرم چې لیکل وکړم. ~ زه ځکه لیکل کوم چې لکه د نورو عادي انسانانو په څېر نورمال کارونه نه شم کولای. ~ زه ځکه لیکل کوم چې هغسې کتابونه ولولم لکه دا زه چې یې لیکم. ~ زه ځکه لیکل کوم چې زه اصلا په تنهايي کې له لیکلو خوند اخلم. ~ زه ځکه لیکل کوم چې زه فکر کوم صرف له همدې لارې د ژوند طریقې بدلولای شم. ~ زه ځکه لیکل کوم چې موږ ټول او ټوله نړۍ پوه شي چې موږ په استانبول/ترکیه کې څنګه ژوند کاوه او راتلونکې کې څنګه ژوند غواړو وکړو؟ ~ زه ځکه لیکل کوم چې د کاغذ، قلم او رنګ بوی مې خوښېږي. ~ زه ځکه لیکل کوم چې زه تر بل هر شي لیکلو [ادبیاتو] ته ډېر عقیدت لرم. ~ زه ځکه لیکل کوم چې شدیده علاقه ورسره لرم او عادت مې جوړ شوی. ~ زه ځکه لیکل کوم چې که لیکل و نه کړم وېره لرم چې د خلکو به هېر شم. ~ زه ځکه لیکل کوم چې خوشحاله کوي مې. د لیکوالۍ لپاره باید یوه انګېزه وي، تاسې ولې لیکل کوئ؟ له (Palace of Books) کتاب نه ژباړل شوی!