دتير جمهوريت پر مهال د بهرنيو ځواکونو هکمار او ژباړونک

د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوریت پر مهال د بهرنيو ځواکونو همکار افغان ژباړونکی ریس سیلاب تېره شپه ناوخته د امریکا په ټېکساز ایالت کې د خپل کور مخې ته ترور شوی دی. د پېښې جزیات تر دې دمه بشپړ نه دي، خو سرچينې وايي چې لا هم نه ده څرګنده چې دا برید شخصي اړخ لري او که سیاسي انګېزه تر شا ده. ریس سیلاب یو له هغو ژباړونکو څخه و، چې د افغانستان د جمهوري دورې په مهال یې د نړیوالو ځواکونو سره اوږه په اوږه کار کړی و. د هغه وژنه د مهاجر افغانانو په منځ کې اندېښنې راپورته کړې دي. إنا لله وإنا إليه راجعون